Dahua DH-IPC-HDW1230T1P-A-0280B-S5-QH2 یوه ۲ میګاپکسله IP-IR Eyeball امنیتي کامره ده چې د کورونو، دفترونو، دوکانونو، ښوونځیو او نورو داخلي ځایونو لپاره غوره انتخاب دی.
د Eyeball ډیزاین یې د چت پر نصب ډېر مناسب ګرځوي، خو د IP67 محافظت له امله په اړتیا سره په بیروني چاپیریال کې هم کارول کېدای شي.
دا کامره د 2MP Full HD کیفیت، 2.8mm پراخ زاویې لینز او نږدې 102° لید زاویې سره پراخه ساحه تر پوښښ لاندې راولي.
د 30 مترو Smart IR شپنۍ لید په مرسته د شپې هم واضح تصویر وړاندې کوي، او د H.265+ کمپریشن د ویډیو حجم کموي او د ذخیرې ځای سپموي.
د PoE ملاتړ د دې ماډل یوه مهمه ګټه ده، ځکه د شبکې یو کیبل هم برېښنا او هم معلومات انتقالوي، چې هم یی نصب اسانه او هم یی لګښت کموي.
دا ماډل د هغو کسانو لپاره مناسب دی چې د باوري او اقتصادي IP امنیتي کامرې په لټه کې وي.
Electronic Image Stabilization (EIS): کله چې کامره د باد، رېږدېدو یا حرکت له امله وخوځېږي، EIS په سافټویر سره د تصویر لړزېدل کموي، ترڅو ویډیو ارامه او روښانه ښکاره شي.
Region of Interest: یعنې ته کولی شې د تصویر یوه مهمه برخه وټاکې، او کامره به هماغه برخه په لوړ کیفیت وساتي، حتی که د تصویر نورې برخې لږ Compression شي.
Digital Watermark: یعنې کامره یا ریکارډر په ویډیو کې یو پټ ډیجیټل کوډ ځای پر ځای کوي. که وروسته څوک ویډیو بدله، پرې یا ایډیټ کړي، دا واټرمارک خرابېږي او معلومېږي چې ویډیو اصلي نه ده.