د محصول د بدلولو یا بېرته ستنولو شرایط:
مشتري کولای شي محصول بېرته وسپاري یا یې بدل کړي، په هغه صورت کې چې محصول فابریکوي عیب ولري، ناسم محصول ورکړل شوی وي، یا د موجودۍ په صورت کې د بل مناسب ماډل اړتیا وي.
اړین شرایط:
محصول باید په هېڅ ډول استعمال شوی نه وي، د مشتري له خوا زیانمن شوی نه وي، او هېڅ ډول فزیکي بدلون، ماتېدنه یا تاوان پکې نه وي رامنځته شوی. د بېرته ستنولو یا بدلولو غوښتنه باید د ټاکل شوې مودې په دننه کې او په مناسب وخت کې ثبت شي.
د بیې توپیر:
د محصول د بدلولو (Exchange) پر مهال، که د نوي محصول او پخواني محصول د قیمت ترمنځ توپیر موجود وي، د بیې توپیر به د اړوندو شرایطو له مخې محاسبه کېږي.
د خدماتو فیس:
د ترسره شوو خدماتو او نصبولو فیس په هېڅ صورت بېرته نه ورکول کېږي، ځکه چې خدمت یو ځل ترسره شوی کار ګڼل کېږي. خو د خدماتو اړوند اصلاحات د اړوندو شرایطو او د شرکت د تګلارې له مخې ترسره کېدای شي.