د امنیتي کامرو په نړۍ کې د شپې واضح تصویر تل یوه مهمه اړتیا ده. پخوا ډېری کامرو د شپې لپاره د IR (Infrared) ټکنالوژي کاروله چې تصویر یې عموماً تور او سپین وي. خو د Full-Color Technology په مرسته اوس کامرې کولی شي حتی د شپې هم رنګین او طبیعي تصویر ثبت کړي.
دا ټکنالوژي د LED رڼا څخه استفاده کوي، چې د کمې رڼا په شرایطو کې هم د تصویر رنګونه او جزئیات ساتي. د دې ځانګړتیا له امله د شپې ثبت شوی تصویر یوازې د حرکت ښودلو لپاره نه وي، بلکې د پېژندنې لپاره هم ډېر ګټور تمامېږي.
د مثال په توګه، د موټر رنګ، د جامو رنګ، د توکو ظاهري بڼه او د اشخاصو ځانګړتیاوې په واضح ډول لیدل کېدای شي.
Full-Color Technology په هغو ځایونو کې غوره انتخاب دی چې د امنیت ترڅنګ دقیق پېژندنه هم مهمه وي، لکه:
- کورونه او ودانۍ
- سوداګریز مرکزونه
- پارکینګونه
- دوکانونه
- دفترونه
نظر اضافه کول
لومړی باید خپل حساب ته د ننه شئ !
نظرونه
تر اوسه هیڅ نظر نه دی ورکړل شوی