د دروازې ایفون سیسټم څه شی دی؟
د دروازې غږیز او تصویري ایفون (دربازکن) یو الکترونیکي سیسټم دی چې له مراجعینو سره د غږیزې یا تصویري اړیکې اسانتیا برابروي او له لرې څخه د برېښنایي قفل د خلاصولو امکان ورکوي. دا سیسټم ستاسو د کور او دفتر امنیت او اسانتیا لوړوي او له لاندې بنسټیزو برخو جوړ دی:
• بېرونی پنل (Door Panel)
دا برخه د ودانۍ په بهر کې نصبېږي او پکې کمره، مایکروفون، لوډسپیکر او د زنګ تڼۍ شامل وي.
• داخلي مانیټور (Indoor Monitor)
دا د کور د ننه نصبېږي، سکرین، د خبرو تڼۍ او د دروازې د خلاصولو کلی لري.
• برېښنایي قفل (Electric Lock)
دا یو الکترونیکي قفل دی چې د ایفون له لارې خلاصېږي.
• برېښنايي منبع (Power Supply)
ټول سیسټم ته منظم برېښنا برابروي.
ایفون څه اسانتیاوې برابروي؟
• د عکس او ویډیو ثبتول
د هر مراجع عکس او ویډیو ثبتوي او ذخیره کوي.
• د موبایل ملاتړ (Smart Access)
د انټرنیټ له لارې له موبایل څخه د دروازې کنټرول امکان.
• د پارکنګ دروازې کنټرول
د پیاده او موټر دروازې دواړو د خلاصولو او تړلو اسانتیا.
ایمن خدمات دا څنګه نصبوي؟
1. د واټن او سیګنال ارزونه
د بیروني پنل او داخلي مانیټور ترمنځ فاصله ارزول کېږي ترڅو د غږ او تصویر کیفیت خراب نه شي.
2. مسلکي نصب
د اوبو ضد بېروني پنل او داخلي مانیټورونه په معیاري ډول نصبېږي.
3. د برېښنایي قفل نښلول
سیسټم له دروازې قفل سره په دقیق ډول وصل کېږي.
4. تنظیم او ټسټ
کمره، غږ او ټول سیسټم په بشپړ ډول ټسټ او عیارېږي.
📞 ستاسو د ودانۍ د وړیا ارزونې او د مناسب ایفون سیسټم د نصب لپاره همدا اوس له ایمن خدماتو سره اړیکه ونیسئ.